ننګرهار: ۷۲ کسان نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش_ ننګرهار: د ننګرهار امنیه قومنداني وایي، په تېرو درې اوونیو کې يې د بیلابیلو قضیو په تړاو ۷۲ تورن کسان نیولي دي.

نیول شوي کسان له داعش سره په همکارۍ، نشه‌يي توکو کاروبار، د ځمکو غصب ناقانونه کړنو په تړاو نیول شوي دي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ خبرپاڼه لیکي چې له نیول شویو کسانو څخه ۱۵۶ بیلابیل ډولونه وسلې ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه لیکي چې په همدې موده کې سلګونه کیلو ګرامه نشه‌يي توکي او الکولي مشروبات هم نیول شوي دي.

د ننګرهار والي د پولیسو دا لاس ته راوړنې ستایلي او لارښوونه یې کړې چې پولیس دې لا ډیر بیدار شي چې د جرمونو مخه ونیسي.

فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments