ننګرهار: ۶۰۰ بستریز روغتون جوړیږي

comments 0

1339 Views

هندوکش – ننګرهار: د ملي تدارکاتو کمېسیون د بنایي تصدۍ له لارې په ننګرهار کې ۶۰۰ بستریزه روغتون جوړېږي.
ملي تدارکاتو کمېسیون له ښار او کور جوړولو وزارت غوښتني چې په دې برخه کې ژر تر ژره لاس په کار شي.
دغه راز د ملي تدارکاتو کمېسیون تېره ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ۱٬۶ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۲ قراردادونه منظور کړل.
په منظور شويو قراردادونه کې د مخکې جوړو ودانېزو توکو د نوې فابریکې لپاره د ۱۶ قلمه اومه یا خامو موادو تدارک؛ د پروژې د تمویلونکي یا اسیايي پرمختیايي بانک د نظر غوښتنې په شرط د کابل ـ جلال اباد ۵۳ کلیومتره دوراني سړک د ساتنې او مراقبت تړون؛ د برېښنایي تذکرې سیستم د تړون د بیې تعدیل؛ او یو شمېر نور تړونونه شامل دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments