ننګرهار: ۲۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولايت مقام وایي، د دې ولایت مربوطاتو کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې پولیسو ځانګړي عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې شل کیلو ګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.
د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي د معلوماتو له مخې په دغه نشه يي توکو کې اتلس کيلو ګرامه هيرويين او دوه کيلو ګرامه خام چرس شامل دي.
دغه نشه يي توکي چې په سيمه کې د قاچاق په موخه چمتو شوي و، له ليږدولو وړاندې پولیسو ترلاسه کړل.
دوه ورځې وړاندې هم پولیسو په دې ولایت کې نشه يي توکي ترلاسه کړي و چې پاکستان ته قاچاق کیدل.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments