ننګرهار: ۱۴ مرکزونو کې نن ټاکنې کیږي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت په ۱۴ مرکزونو کې نن ټاکنې پیل شوي دي .
د ننګرهار ولایت د ۶ ولسوالیو ۱۴ مرکزونه، چې تېره ورځ په کې د راې اچونې بهیر ناوخته پیل شوی وو او یا هم د نورو ستونزو له امله تړل شوي وو،نن د راې ورکوونکو پرمخ پرانیستي ساتل شوي دي
په دې مرکزونو کې درې په خوږیاڼو، یو بټي کوټ،څلور په شینوارو، دوه لعلپورې،دوه په نازیانو او دوه نور په سپین غر ولسوالۍ کې دي
همدا راز په هغو مرکزونو کې چې راې اچونه ترسره شوې،د رایو لومړنۍ شمیرنه هم شوې .
په ورخت کې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ له ولسوالیو څخه مرکز ته د ټاکنیزو توکو او د کارول شوو رایو د را لیږد لړۍ هم پیل شوې ده
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments