ننګرهار: ۱۳ طالبان نیول شوي

comments 0

3 Views

هندوکش – ننګرهار: له ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ځانګړو ځواکونو دغه ډله جلال آباد ښار کې نیولې ده.
نیول شویو کسانو کې د قاري دوست محمد او عبدالحق په نومونو د طالبانو دوه قوماندانان هم شامل دي.
ملي امنیت وايي، نیول شویو کسانو په جلال آباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د بریدونو هوډ درلود.
د نیول شویو کسانو په اړه ویل کیږي چې په جلال اباد ښار کې به یې هدفي وژنې هم کولې.
د جلال اباد ښاریان له ملي امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي چې ښار کې د طالبانو چریکي ډلې له منځه یوسي او ښار ته ورپيښ ګواښونه کم شي.
جلال اباد ښار کې اوس تر بل هر وخت افغان ځواکونه په لټه کې دي چې ترهګرې ډلې او کسان یې ونیسي او د میشت کیدو اجازه ور نه کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments