ننګرهار کې ۹وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

15 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په هسکه مېنې او مومندرې ولسواليو کې دافغان ګډوځواکونو په هوايی بریدونو کې ۵تنه داعش وسلوال وژل شوي او ۴تنه وسلوال طالبان ټپیان شوي دي.
دننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي،تیره شپه په هسکه مېنې ولسوالۍ کڅوني سیمو کې دهوايي بریدونو په پایله کې د داعش وسلوالو ۵غړي وژل شوي دي.
په ورته وخت کې دمومندرې ولسوالۍ شني مېنې په سیمه کې دهوايی برید په پایله کې ۴ طالبان ټپیان شوي دي.
دیادونې وړ ده، چې په یاد هوايي برید کې یو ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments