ننګرهار کې ۱۱ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

comments 0

9 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو ۱۱ تنه د انسان تښتونې، وسله والې غلا او قتل په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې درې تنه د یوې ماشومې نجلۍ د تښتونې، جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ کې شپږ تنه د کورونو د لوټلو او وسایطو د غلا او همداراز جلال اباد ښار کې دوه تنه د یو کس د وژنې په تړاو نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له وسله والو غلو څخه یو شمېر غلا شوي وسایل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments