ننګرهار کې ۱۰ تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

14 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په شیرزاد ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۰ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د یاد ولایت د رسنیو له مرکزڅخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.
اعلامیه زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د۱۰ طالبانو په وژل کیدو سربیره د یادې ولسوالۍ ۱۰ کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي او د دوی ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments