ننګرهار کې ۱۰ تنه داعش وسلوال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: دننګرهارولایت په اچین ولسوالۍ کې دملي اردو ځانګړو ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې یو ځل بیا ۱۰ تنه داعش وسلوالو افغان دولت ته ځانونه تسلیم کړي دي.
دځايي چارواکو له قوله له یادو ۱۰ تنو تسلیم شوو داعش وسلوالو څخه ۱۰ میله کلاشینکوفه هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې داعش ترهګره ډله نور په ننګرهار ولایت کې له منځه تللې او کوم وسلوال یې پاتې هم وي، یابه وژل کیږی او یابه ځان افغان دولت ته سپاري.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments