ننګرهار کې ۱۰داعش وسلوال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي

comments 0

68 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت په اچين ولسوالۍ وچ کوت کلي دافغان ځانګړو ځواکونو په تصفیوي عملیاتوکې ۱۰ تنه داعش وسلوال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
دځانګړو ځواکونو دقول اردو څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې په تسلیم شوو افرادو کې ۴تنه نارینه ۲تنه میرمنې او ۴تنه ماشومان شامل دي.
اعلامیه زیاتوي، چې له تسلیم شوو داعشیانو څخه ۴ میله وسلې دافغان ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دیادونې وړ ده ، چې په ننګرهار ولایت کې په دې ورستیو کې داعش وسلوالو پرضد علمیات پراخ شوي، افغان ځواکونه هڅه کوي، چې دننګرهار ټولې ولسوالۍ د داعش له شتون څخه په بشپړ ډول پاکې کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments