ننګرهار کې یو ټرافیک شهید شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د جلال اباد ښار څلورمه ناحیه کې یو ترافیک پولیس د ناپيژانده وسله والو په برید کې شهید شوی دی.
د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، د ویس په نوم دغه ترافیک نن سهار شاوخوا او بجې د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند مالوچو کوڅه کې شهید شوی دی.
تر اوسه د برید مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د سره رود ولسوالۍ رینګ روډ ساحه کې هم دوه ترافیک د ناپېژانده وسله والو په برید کې شهیدان شوي و.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments