ننګرهار کې یو طالب قوماندان وژل شوی

comments 0

10 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا لس بجې د خوږیاڼو ولسوالۍ په نکوخېلو سیمه کې د ماین چاودنه شوې ده .
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې په چاودنه کې طالب قوماندان ظابط خان مشهور په زرقاوي له یو ملکي وګړي سره وژل شوی دی.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې ماین کومې ډلې ځای پرځای کړی و.
دا دریمه چاودنه ده چې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې پر طالبانو کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments