ننګرهار کې یو طالب برید ګر نیول شوی؛ چې غوښتل یې د افغانیو په ترویج کې فعال چارواکي په نښه کړي

comments 0

17 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار د ملي امنیت ځواکونو د طالبانو لخوا را لیږل شوی بریدګر نیولی، چې پلان یې درلود، د افغانیو په ترویج کې فعال حکومتي چارواکي په نښه کړي.
د ننګرهار د رسنیو له دفتر هندوکش پرېس ته په را لیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد طالب ترهګر ته دنده ورکړل شوې چې د دغه ولایت والي او نور چارواکي په نښه کړي.
بريد کونکي حکمت الله رسنيو ته هم د اعتراف پر مهال وويل، پلان يې درلوده په ننګرهار والي هغه مهال بريد وکړي، کله چې نوموړی د پاکستاني کلدارو د مخنيوي او د افغانيو رواجولو په موخه جلال اباد ښار کې پلی کمپاين کوي، خو موخې ته تر رسيدو وړاندې ونيول شو .
د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د کلدارې د بندیدو او افغانۍ د ترویج په موخه حکومتي او ولسي هڅې پیل شوې وې، چې تر ډېره بریالی او افغانۍ ترویج شوې، پدې سره د افغانیو پر وړاندې د کلدارو ارزښت خورا ټېټې کچې ته لاړ.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments