ننګرهار کې یو دیني عالم مسجد کې ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار:داعش ترهګرې ډلې د ننګرهار کندي باغ سیمې یو دیني عالم په دزو وژلې دې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاني وویل: تېره شپه شاوخوا يوولس بجې د چپرهار ولسوالۍ په کنډي باغ سيمه کې د عبدالرحمن په نوم۷۰ کلن ديني عالم په جومات کې پر ډزو وژلی دی.
داعش وسله والې ډلې د پیښې مسوولیت په غاړه اخیستې او وايې چې، ياد ديني عالم د کنډي باغ په يو جومات کې د ملا امام په توګه دنده ترسره رسوله.
یاده دې وي چې تر دې پېښې څلور ورځې وړاندې هم د کندي باغ په ډاګو سيمه کې يو ديني عالم د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی و.
نننګیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply