ننګرهار کې ډاکترانو کار بندېز کړی

comments 0

1 Views

هندوکش – ننګرهار: له نن سهاره په مرکز جلال آباد او ولسوالیو کې ټولو روغتیاپالانو خپل کتنځایونه او درملتونونه ټړلي دي.
دوی دولت له دوی سره په کړو ژمنو کې پاتې بولي او له همدې امله کار نه کوي.
د ټول ننګرهار په کچه یوازې په عامې روغتیا روغتون کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.
د ډاکترانو لویه غوښتنه خپل امنیت دی چې پر وینا یي له دې برخې ډاډه نه دي.
چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په وروستیو کې د ننګرهار امنیتي وضعیت هم ترینګلی شوی دی.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments