ننګرهار کې چاودېدونکي توکي او زرګونه فېره مرمۍ نیول شوي

comments 0

1 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار امنيتي چارواکي د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د زرګونه فېره مرمیو او چاودیدونکو توکو د نیولو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، پولیسو د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ اړوند په يوه کنډواله کې د بېلابېلو سپکو او درنو وسلو ۲۲۰۷ فېره مرمۍ کشف او تر لاسه کړي دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې له دې مرميو سره یو ځای يوه اندازه داسې مواد چې په چاودېدونکو توکو کې ترې ګټه اخيستل کېده، هم نيول شوي دي. خو د ننګرهار رسینو دفتر په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې د یادو مرمیو او چاودېدونکو توکو په تړاو یې څوک نیولي او که نه؟
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments