ننګرهار کې چاودنه شوې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: څو شېبې وړاندې په ننګرهار کې د معترض نوماند جاوید زمان په پلویانو چاودنه شوې ده.
زمان او پلویان یي نن بیا په جلال آباد ښار کې د اعتراض په ډول راټول شوي چې چاودنه پرې شوې ده .
عیني شاهدان وایي دغه چاودنه مرګ ژوبله لري خو شمېره یی نه ده مالومه .
اته ورځې کیږي د جاوید زمان پلویانو د ننګرهار د ټاکنو کمېسیون دروازه تړلې او کارکوونکو ته د کار اجازه نه ورکوي.
معترضینو د کمېسیون دروازه وروسته له هغې وتړله چې ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د جاوید زمان نوم له وروستي نوملړ څخه وویست.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments