ننګرهار کې چاودنه شوې

comments 0

4 Views

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وایي، نن نږدې لس بجې د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې د اورلګېدنې او چاودنو له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
خوږیاڼی ویلي، لومړی د تېلو په یوه پمپ کې اورلګېدنه شوې او بیا چاودنې شوي، چې یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده
د هغه په خبره په وژل شویو کې یو د ملي امنیت کار کونکی دی.
چارواکي وايي، کار کوي تر څو د پېښې لامل مالوم کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments