ننګرهار کې ځوانانو د سولې د خبرو د بیا پیلیدو غوښتنه کړې

comments 0

13 Views

هندوکش ــ ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې قومي مشرانو، ځوانانو دمدني تولنو فعالانو د یوې لويې غوڼدې په ترڅ کې دجګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل، چې دسولې دریدلې خبرې دې بیا پیل شي.
د غوڼدې ګډونوالو په طالبانو او افغان حکومت غږ وکړ، چې جګړه ودروي ، ځکه جګړه تباهي او سوله ژوند دي.
ګډونوالو وویل ترهغه به خپلو سولیزو لاریونونوته دوام ورکړي، ترڅو یې غوښتنې نه وي منل شوې.
دالومړی ځل نه دي، چې په ننګرهار کې د سولې خبرو د بیا پیلیدو غوښتنه کیږي، بلکې دننګرهار سربیره دهېواد په نورو ولایتونو کې هم دجګړې دبندیدو او اوربند غوښتنه شوې ده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments