ننګرهار کې پنځه ملکې کسان وژل شوي دي

comments 0

45 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ځایي چارواکي وایي چې د طالب وسله والې ډلې په یوه ځای پرځاي شوي ماین کې ښځو او ماشومانو په ګدون 5 تنه وژل شوي او 14نور تپیان دي.
د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې، یاده پیښه د ننګرهار په کمپ پایین ولسوالۍ که هغه مهال رامنځته شوې چې واده ته روان یو موتر چې پکې ټول ملکي خلک سپاره وول د طالبانو پر مان برابر شو.
تردې دمه د پیښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دې اخیستې او ویل کیږي چې په یادې سیمې کې طالبان او داعشیان پراخ فعالیتونه کوي او دولتي چارواکو ته زیان اړولو په موخه کله کله ماینونه هم ځای پر ځای کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments