ننګرهار کې پر ښوونځیو چاودنې شوي

comments 0

2 Views

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار کې دوه چاودنو یو زده کوونکی شهیید کړی او دوه کسان یي ټپيان کړي دي.
لومړنۍ چاودنه نن سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د جلال آباد ښار اړوند بي بي هوا لېسې مخې ته شوې ده چې یو چوکي داریي ټپي کړی دی.
سرچینه وایي دویمه چاودنه شاوخوا اته نیمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند ملکه حمیرا ښوونځي مخې ته شوې ده.
سرچینه وایي په دغه چاودنه کې یو زده کوونکی وژل شوی او تحویلدار ټپي شوی دی.
داعش له دې وړاندې په ننګرهار کې معارف ته ګواښ کړی او اوس هلته تازه ښوونځي پرانیستل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments