ننګرهار کې پر داعش مرګوني بریدونه شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، تېره ورځ ناوخته د بهرنیو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د ننګرهار په څو ولسوالیو کې پر داعش بریدونه کړي چې ۱۵ داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بریدونه د اچین ولسوالۍ په مامند،څپرې، چنارو،نرګوسه او یو شمیر نورو سیمو کې شوي چې د داعش مهم ځآیونه یې په نښه کړي دي.
خبرپاڼه دغه راز لیکي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د ډیورنډ کرغېړنې کرښې اخوا څخه د لعلپورې ولسوالۍ په مربوطاتو د هاوان ۱۳ مرمۍ را توغول شوي،خو ځآني زیان نلري.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *