ننګرهار کې پرداعش برید شوی

comments 0

58 Views

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار هسکه مېنه او خوږیاڼو کې د هوايي بریدونو او مخامخ نښتو په مهال څوارلس داعش وسله وال او دوه طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، دولت ضد وسله والو ډلو ته دغه مرګ ژوبله په تیرو ۲۴ ساعتونو کې اوښتې ده.
بې پیلوټه الوتکې د هسکې مېنې ولسوالۍ مهتر خان ابا او اوغز سیمو کې بریدونه کړي چې ۱۴ داعش وسله وال یې وژلي د ي.
د وژل شویو له ډلې ۱۲ یې بهرنیان دي.
ملي امنیت بیا د خوږیاڼو ولسوالۍ مربوطاتو کې عملیات کړي،چې دوه طالبان په کې وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments