ننګرهار کې وسله والو دری تنه په ډزو وژلي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: نا پیژنده وسله والو د ننګرهار شیرزاد ولسوالۍ کې یو طالب وسله وال او ملکي کسان په ډزو وژلی دي.
پیښه د ننګرهار شیرزاد ولسوالې په ګندمک سیمې کې رامنځته شوې ده.
ځايي چارواکي وايي چي په دغه ولایت کې د وسله والوطالبانو د یوه مهم غړي په ګډون ۲نور ملکې کسان ناڅرګنده مخ پټووسله والو وژلي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي، چي یاده پېښه تېره شپه د شېرزاد ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې رامنځ ته شوې چي ناپېژندو وسله والو یو طالب مشر اودوه ملکي کسان وژلي دي.
یادې پیښې په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي خو په سیمه کې ځینې وسله والو یاده پېښه دامریکا دنوي ستراتیژۍ پیلامه بللې اوهغه یې دبلیک واټروسله والو دسیسه بللې ده.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply