ننګرهار کې هوایي برید له امله د طالب او داعش ډلې اوه غړي وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د بهرنیو ځواکونو په هوایې برید کې د هسکې مینې او حصارک ولسوالیو اوه داعش او طالب وسله وال وژ شوي دي.
پیښه دې والي ویانډ عطاالله خوګیاني تاییده کړې ده.

د عطاالله خوګیاڼي د معلوماتو له مخې تېره ورځ د بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد په ترڅ کې په يوې کرولا ډوله موټر کې ناست دداعش ترهګرې ډلې پنځه کسان وژل شوي دي.
نوموړي ویلي: بريد کې د داعش وسله والو کرولا ډوله موټر او يو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه وړل شوي.
هغه زیاته کړه: حصارک ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو طالبانو ترمنځ هم مخامخ جګړه شوې، چې له امله يې دوه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
په دې اړه تر اوسه طالب او داعش وسله والو ډلو څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې تیره ورځ ننګرهار کې د طالب وسله والې ډلې وسلو نه ډک یو ځیرمه هم کشف او خنثې شوې وه
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply