ننګرهار کې هوایي بریدونو له امله دداعش ډلې ۲۲ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایي د افغان هوایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې دداعش ډلې مشهور قوماندان په ګدون ۲۰ داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور تپیان دي.
د امنیتي ځواکونو په وینا یاد عملیات د اچین ولسوالې عبدالله خیلو او نرګوسۍ په سیمو کې شوي دي.
امنیتي چارواکي زیاتوي یادو عملیاتو کې ثاقب په نوم د یو قوماندان په ګډون ۱۴ داعشیان وژل شول او د دوی ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم تخریب شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چپرهار کې د امنیتي ځواکونو او داعش ترمنځ د نښتې له امله ۴ داعش وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوی هم دي.
په دې اړه تر اوسه داعش وسله والې ډلې څه نه دي ویلي
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *