ننګرهار کې نامسووله وسله وال نیول شوي

comments 0

4 Views

هندوکش – ننګرهار: راپورونه وایي، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې دوه غیري مسؤل وسله وال ونیول شول .
ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وایي، د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ کې تېره شپه د پولیسو ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په پایله کې د نظام الدین او وزیرالدین په نومونو دوه غیري مسؤله وسله وال له ګڼ شمیر وسلو،نظامي تجهیزاتو او نورو توکو سره یو ځای نیولي دي .
د مالوماتو له مخې نیول شوو غیري مسؤله وسله والو په ګڼ شمیر انسان وژنو،انسان تښتوونو او وسله والو غلاوو کې لاس درلود .
په دې کسانو تور دی چې زیاتو پېښو کې لاس لري او اوس د پولیسو تر څېړنو لاندې دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments