ننګرهار کې له ۳۰۰ کیلوګرامه زیات نشه‌ یي مواد نیول شوي

comments 0

2 Views

هندوکش ــ ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه ۳۰۰ کیلوګرامه نشه‌ يي مواد ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار پولیسو د جلال‌ اباد ښار په نهمه ناحیه کې ۴۶ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي ول.
په دوهمه پېښه کې پولیسو د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې ۲۸۵ کیلوګرامه اومه چرس او دوه کیلوګرامه تاریاک ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې پټ کړل شوي ول او په درېیمه پېښه کې د جلال ‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې ۴۶ کیلوګرامه چرس ونیول شول چې د موټرسایکل په وسيله ‌يې قاچاق کول.
د نشه ‌يي موادو د دې پېښو په تړاو پنځه کسان هم نیول شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments