ننګرهار کې طالبانو لخوا یو قومي مشر په ډزو وژل شوې دې

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې چارواکي وایي چې وسله والو طالبانو په بټي کوټ کې یو قومي مشر وژلې دې.
عطاالله خوګیاني د ننګرهار د والي ویانډ رسنیو ته ویلي چې : د طالبانو يوه قوماندان زرقاوي د بټي کوټ ولسوالۍ د لوړتۍ سيمې يو قومي مشر ملک نصيب لومړى له خپله کوره ايستلى او وروسته يې په ډزو وژلى دى.
نوموړي زیاته کړه چې، پیښه تیره ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې د وسله والو طالبانو لخوا د بټي کوټ ولسوالۍ د لوړتۍ سيمې کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او د طالبانو د نيولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
په دې اړه طالب وسله والې ډلې بیا تر اوسه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply