ننګرهار کې طالبانو د لیسې مدیر وژلی

comments 0

3 Views

هندوکش – ننګرهار: وسله والو طالبانو په ننګرهار کې د یوې لېسې مدیر وژلی دی.
د ننګرهار معارف ویاند اصف شنیواری وایي، وسله والو تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ د ډاګو کلي د نجونو لېسې مدیر غلام لطیف وژلی دی.
په وروستیو شاوخوا پنځه څلوېښت ورځو کې یوازې د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې درې ښوونځي سوځول شوي چې دې پېښو خلک اندېښمن کړي دي.
په دې سیمه کې وسله وال طالبان فعالیت کوي او د سیمې خلک دا قتل هم د طالبانو کار یادوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments