ننګرهار کې شینوارو له افغان حکومت خپل ملاتړ اعلان کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار کې د شینواري قومي مشرانو په یوې غونډې کې له افغان حکومت خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
دغه ملاتړ له ډیرو مودو په دیخوا اچین کې قومي مشرانو ترمنځ وشو.
قومي مشران وایي له راټولیدو یې موخه خپلې ستونزې تر چارواکو رسول دي.
دوی زیاتوي چې د امنیت د خرابوالي په برخه کې خپل ځینې مشران هم ګرموي دوی.
هغو زیاته کړه د امنیت د ښه والي لپاره یو ۳۰۰ کسیز ګروپ اماده کړي چې په سیمه کې به د داعش مخنیوی وکړي.
یاده دې وي چې اچین ولسوالۍ د نورو برخو سربیره یي د معارف برخه یې ډیره زیانمنه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې داچین په ځینو سیمو کې پخوا داعش موجود و، خو چارواکي یې وایي چې اوس یي داعش له سیمې په شا کړي او له سیمې بې ځایه شوې کورنۍ بیرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي .
تردې مخکې داعش د ننګرهار په یو شمیر ولسواليو کې راښکاره شو، خو اوس افغان چارواکي وایي چې داعش او نورې وسلوالې ډلې یې تر ډیره ځپلې دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *