ننګرهار کې د ۱۱ داعشیانو په ګډون څلور طالبان وژل شوي

comments 0

22 Views

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار په اچين او لعلپورې ولسواليو كې ۱۱ داعش او څلور طالب وسله وال وژل شوي دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ وياند مبارز اتل رسنیو ته په لیګل شوي علامیه کې ويلي، افغان ګډو ځواكونو په اچين ولسوالۍ كې د روانو عملياتو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو كې ۱۱ داعشیان وژلي او د هغوى څلور قرارګاوې، دوه تونلونه او يو پټنځاى يې هم له منځه تللي.
مبارز اتل وایي، د لعلپورې ولسوالۍ په صدې سيمه كې تېره شپه د ولسي پاڅون کوونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې په پیله كې يې څلور طالبان وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments