ننګرهار کې د یوه کورنۍ شپږو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په لیږل شوي خبرپاڼې کې راغلي چې تیره ورځ د ننګرهار په خوګیانیو کې د هاوان ماین چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ چهارشنبې د ماسپښين درې نيمې بجې په يوه کور کې د هاوان يوه ناچاوده مرمۍ چاودلې چې يوه مېرمن او د هغې خاوند يې وژلي، د هغوى څلور اولادونه ټپيان شوي دي.”
د والي ویاند پیښه تاییدوي او وایې چې، د ټپي شوېو ماشومانو عمرونه د ١٠ او ١٦ کلونو ترمنځ دي.
د نوموړي په وینا، د هاوان دغه مرمۍ د وسله‎والو مخالفینو د خپل‎منځي جګړې پرمهال پر دغه کور پرېوتې وه چې د کورنۍ غړي ورباندې خبر نه‎وو.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاند هم د د وسله والو مخالفینو ( طالب او داعش) په هاوانونو او سرک غاړو ماینونو ډیرې بی ګناه خلک وژل شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments