ننګرهار کې د کرکټ لوبغالی جوریږی

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: به کرکت بورده په خپور شوي خبر کې راغلي چې پام کې ده چې د کرکترانو ظرفیت لوړ والي په موخه په ننګرهار کې د کرکټ لوبغالی جور شي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي، د بهسودو ولسوالۍ د کرکټ لوبغالي رغولو په هدف تدارکاتي چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به يې عملي کارونه پیل شي.
د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې د کرکټ لوبغالی جوړېږي
د کرکټ بورډ چارواکي وايي، د دغه لوبغالي د رغولو چارې د ام اس بلډټک انجنیرۍ شرکت ته سپارل شوې چې د ساحې تر پاکولو، د لوبغالي تر ډکولو او هوارولو وروسته به یې د رغونې کارونه په راتلونکې اګست میاشت کې پیل شي.
د یادونې وړ ده چې په هېواد کې د کرکټ لوبو تر ګرمېدو او د مینه‌والو تر ډېرېدو وروسته په نورو ولایتونو کې هم د کرکټ ورته لوبغالي جوړ شوي دي.
آرش احساس

Share this page to Telegram

Comments