ننګرهار کې د وسلوالو طالبان استخبارتي مسوول ونیول شو

comments 0

3 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت د رسنیز دفتر په یوې اعلامیې په خپره ولو سره وویل،چې د بټي کوټ ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو د استخباراتو مسؤل له یو بل ملګري سره یو ځای ونیول شو.
ننګرهار رسنيز دفتر اعلامیه کې راغلي، په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د یادې ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو د استخباراتو مسؤل ابراهیم چې مشهور په مصطفی دی، له یو بل تن انقلابي سره یو ځای نیولی دی.
یادو وسلوالو سره دوه میله تفنچې، یو میل کلاشینکوف او یو ۳۰۳ ډوله ټوپک هم نیول شوی او پخپلو ترهګریزو فعالیتونو یې اعتراف کړی دی .
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments