ننګرهار کې د وسلوالو طالبانو ۲۲ کسیزه ډله دې سولې ملي پروسې سره یو ځای شوه

comments 0

4 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وایي، د ملي امنيت رياست په هڅو د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون ۲۲ وسلوال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځای شوي دي.
د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یادو طالب وسلوالو سربېره اته تنه د داعش ډلې غړي د ۳۰ ميله سپکو او درنو وسلو سره امنیتي ځواکونو ته تسليم شوي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادو تسلیم شويو وسلوالو په خپلو تېرو کړنو پښيماني ښودلې او ژمنه يې کړې، چې په عادي ډول به نوې ژوند پیل کړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، یادو وسلوالو مخالفينو د دې ولايت په هسکې مېنې، خوږياڼو، شينوارو او بټي کوټ ولسواليو کې فعاليت کاوه.
د ننګرهار ولایت مقام خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، چې تسلیم شویو وسلوالو ویلي، په دې وروستيو کې ورته جوته شوې، چې دوی د ګاونډيو هېوادونو په لمسون تخريبي کړنې تر سره کوي او مشران يې هم پردي دي؛ نو په همدې موخه يې د سولې بهير سره يو ځای کېدل او تسليمېدل غوره ګڼلي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments