ننګرهار کې د وسلوالو طالبانو د نشه يې توکو کار خونه کشف او منځه وړل شوې

comments 0

3975 Views

هندوکش ـ ننګرهار: تېره شپه د نشه‌ يي توکو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په شډل کلي کې ځینې ګډ هدف‌ مند عملیات ترسره کړي.
په ترسره شویو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو د نشه ‌يي توکو د یوه کارخونه له یو زیات شمېر نشه‌ يي توکو سره کشف او له منځه وړل شوې ده.
د نشه‌ يي توکو له یادې کارخونې څخه نږدې ۲۰۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي چې ۱۷۰۰ کیلوګرامه پروسېس شوي چرس، ۱۵۰ کیلوګرامه کېمیاوي توکي د کاربن له ډوله، ۱۲۰ لیتره اوبلن مورفین او د نشه يي توکو کارخونې ته اړوند د نشه ‌يي توکي یو شمېر تجهیزات هم په عملیاتو کې د شاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
له نشه ‌يي توکو سره د مبارزې د قانون له مخې ضبط شوي نشه ‌‌يي توکي له ‌نشه ‌يي توکو سره د مبارزې پولیسو له ‌‌خوا د عملیاتو په سیمه کې سوځول شوي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments