ننګرهار کې د طالب وسله والې ډلې 6 کسان وژل شوي دي

comments 0

15 Views

هندوکش – ننګرهار: د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې 6 کسان د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت مقام نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې،تیره شپه د ملي امنیت ځانګړې قطعې د خوګیاڼو ولسوالۍ په وزیرو سیمه کې عملیات تر سره کړي چې، پر مهال یې د طالبانو د یوه قومندان فریدالله په ګډون چې مشهور په زنداني دی شپږ وسلوال طالبان وژل شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې یادو عملیاتو کې د دښمن پټنځایونه هم ویچاړ شوي او درنه مالي تاوان یې هم وړ اړولې دې.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال وسله والو پر وړاندې ختیځ کې پراخ عملیات روان دې چې د پوځي شننونکو په خبره پر وسله والو طالبانو یې فشار راوستې دې.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments