ننګرهار کې د طالبانو یو سرګروپ وژل شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار مطبوعاتي دفتر وايي، په هسکه مېنه، چپرهار او بټي کوټ ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال د یو سرګروپ په ګډون ۵ وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هسکې مېنې په پاس پاین سیمه کې بې پیلوټه الوتکې پر داعش برید کړی چې یو داعش پکې وژل شوی او یو بل ټپي دی.
دغه راز په بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د طالبانو یو سرګروپ وژل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې په چپرهار ولسوالۍ کې طالبانو او داعش نښته کړ.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *