ننګرهار کې د طالبانو یو سرګروپ وژل شوی

comments 0

1470 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت مقام وايي، د سره رود ولسوالۍ ککړک سيمه کې د افغان ګډو ځواکونو پيل شويو عملياتو په ترڅ کې د يو سرګروپ زنداني په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
د والي ویاند عطاءالله خویاڼي د معلوماتو له مخې دغه وسله وال مخالفين هغه مهال په هوايي بريد کې ووژل شول، چې له سيمې څخه يې د سراچه ډوله موټر په واسطه تېښته کوله.
خوږیاڼي وايي، د عملياتو پر مهال يو ميل پيکا، يو ميل کلاشنکوف، يو ميل ۳۰۳ بر، دوه تومانچې او يو د زرې ضد واسکټ هم تر لاسه شوي دي.
د دغه عملياتو پر مهال امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی او عمليات لا هم دوام لري.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments