ننګرهار کې د طالبانو موټر بم ګڼ ملکي او بې ګناه کسان وژلي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د غني خیلو ولسوالۍ ودانۍ سره نېږدې د طالبانو موټر بم برید کړی، چې ګڼو ملکي او بې ګناه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
اخوا د کورنیو چارو وزارت هم تائید کړې ده، چې په تر سره شوي موټر بم برید کې “ملکي وګړو” ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه وزارت د ویاند طارق ارین په خبره ” چې د وسلوالو طالبانو موټربم برید کې ۱۳ ملکي وګړي شهيدان شوي او ۳۸ نور ټپیان دي”.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، برید غرمه مهال شاوخوا دولس بجې شوی او تر موټر بم وروسته ځينو وسلوالو هم پر ودانۍ بریدونه کول غوښتل خو موخې ته تر راسېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو لخوا پېژندل شوي او ووژل شول.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګياڼی وایي، ‘د شینوارو ولسوالۍ مقام سره نږدې نن غرمه شاوخوا شل باندې دولس بجې وسلوالو طالبانو موټر بم برید شوی دی، لومړني مالومات دا دي چې د موټربم تر څنګ څو بریدګر هم وو چې غوښتل يې هلته ترهګریز بریدونه تر سره کړي، خوشبختانه د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوې دي”.
د پېښې یو عیني شاهد عزیز خان وویل، چې د ولسوالۍ له ودانۍ سره څېرمه یو خصوصي ښوونځی موقعیت لري او برید د زده کوونکو له رخصتېدو سره سم شوی دی.
هغې په وینا، د پېښې ډېر قربانیان د ښوونځي زده کوونکي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments