ننګرهار کې د طالبانو د سرې قطعې درې مهم قوماندانان وژل شوي دي

comments 0

1 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د طالبانو د سرې قطعې د ۳ قوماندانانو په ګډون ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي.
د ننګرهار د والي ویاند په وینا، افغان ځواکونو د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر سرې قطعې عملیات کړي، چې په پایله کې یې د سرې قطعې د درېیو قوماندانانو په ګډون ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، وړمه شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د دې ولایت شېرزاد ولسوالۍ د سرې قطعې پر یوه مهم جنګي مرکز شپني عملیات ترسره کړي دي.
د خوږیاڼي د معلوماتو له مخې، د امنیتي ځواکونو په شپنيو عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې د درېیو پاکستانیو قومندانانو په ګډون ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د والي ویاند وايي، چې په دې مرکز کې د وسلوالو طالبانو پوځي تجهیزات، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او د دوی یوه مخابروي دستګاه، چې دوی د ننګرهار په کچه ترې کار اخیسته هم ویجاړه شوې ده.
وسلوالو طالبانو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments