ننګرهار کې د شیدو او غوړیو تولید زیات شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار کانال د مالدارۍ فارم سږ کال ۱۰۸ زره لیتره شیدې تولید او ترې نږدې درې نیم میلیونه افغانۍ عواید تر لاسه کړي دي .
د ننګرهار کانال ریاست د مالدارۍ فارم کې یوسلو پنځوس سره څآروي شتون لري،چې په کې پنځوس غواګانې شیدې کوي او هره ورځ ترې بازار ته د نهه زره افغانیو په ارزښت درې سوه لیتره شیدې پلورل کیږي،چې د تېر کال په پرتله په کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی .
د مالوماتو له مخې د کانال ریاست د مالدارۍ فارم هر لیتر شیدې په ۳۰ افغانۍ پلوري،چې روان کال کې یې په مجموعي ډول ۱۰۸ زره لیتره شیدې تولید کړي او له دې لارې یې درې میلیونه دوه سوه څلوېښت زره افغانۍ عواید تر لاسه کړي دي.
دغه راز په دې ولایت کې د غړیو د یوې فابریکې تولیدات هم زیات شوي او روان کال یې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت غوړي تولید کړي او پلورلي دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments