ننګرهار کې د سولې په ملاتړ لاریون وشو

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د ځوان فکري خوځښت ټولنې مشرتابه او غړو د سولې رامنځته کېدو په موخه سوله ييز لاريون وکړ.
دوی وويل، چې له کالونو راهيسې د بې هدفه جګړې په ترڅ کې زرګونه افغانان شهيدان او ټپيان شول او په بېلابېلو برخو کې يې زيانونه وليدل او نور له دغه حالت څخه وتل غواړي.
د دغې ټولنې مسئولينو او غړو له وسله والو طالبانو او حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې تر ژره د سولې خبرې نهايي، تلپاتې اوربند رامنځته او سوله وکړي.
دوی دغه راز وويل، چې د سولې په برخه کې د هرچا د هڅو ملاتړ کوي؛ خو د بين الافغاني سولې غوښتونکي دي.
د يادې ټولنې غړو د سولې غوښتو په موخه يو شمېر شعارونه هم په لاسونو کې در لودل او پر ټولو ولسونو يې غږ وکړ، چې د سولې رامنځته کېدو په موخه خپل غږ پورته کړي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments