ننګرهار کې د سولې او اوربند په ملاتړ غونډه ترسره شوه

comments 0

3 Views

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې دیني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د بین الافغاني خبرو د ملاتړ سربیره د سولې او اوربند غوښتنه کړې ده.
د یادې غونډې ګډونوالو د جګړې په ښکیلو غاړو په ځانګړي ډول له وسلوالو طالبانو څخه وغوښتل چې جګړه بس کړې اوسوله وکړئ.
دوی همدا راز له طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې په خپلو دریځونو کې نرمښت وښيي، ترڅو په هېواد کې د سولې پروسه بریالۍ کړئ.
دغونډې ګډونوالو وویل، چې سوله د هرافغان هیله اوغوښتنه ده او باید د افغانانو هیلو او غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي.
دوی همدا راز هیله وښوده، چې په هېواد کې د سولې په راتګ سره به هېواد پرمختګ وکړي او شته ناخوالې به له منځه یوړل شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments