ننګرهار کې د سرتېري ورځ ونمانځل شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د افغان پوځ ملي ورځ په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.
د پوځ چورلکو د غونډې په ځای کې د هوا له لارې د مبارکې د ورځې پیغامونه غورځول.
عام ولس بیا د افغان ځواکونو په ملاتړ ډولونو ته اتڼونه وکړل اودا ورځ یې لا رنګینه کړه.
د غونډې ګډونوالو د افغان پوځ قربانۍ وستایلي او ټینګ ملاتړ یې ترې اعلان کړ.، مسوولینو هم د خلکو ملاتړ حیاتي یاد کړ.
د ولایتي شورا غړي ناصر کاموال له خلکو غوښتنه وکړه چې افغان ځواکونوسره دې هر ډول همکاري نه سپموي او دا کار کولای شي لا ډیر دښمن ته د ماتې سبب شي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل بیا ډاډ وښود چې افغان ځواکونه ملي دي او د هیڅ سیاسي جریان تر اغیز لاندې به رانه شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *