ننګرهار کې د زیتونو فابریکه فعاله شوه

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار د زیتونو فابریکه چې له دریو کلونو ځنډ وروسته یې په فعالیت پيل وکړ، سږ کال به ۱۲ سوه ټنه زیتون پروسس کړي چې تیل او اچار به ترې جوړ شي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي وايي، دې فابريکې درې کاله وړاندې په لږه اندازه توليدات درلودل، خو په تېرو درېيو کلونو کې د زيتونو د حاصلاتو د نشتوالي له امله يې هيڅ توليد نه درلوده.
د خوږیاڼي په خبره، سږکال د زيتونو د حاصلاتو ډېروالي د دغې فابريکې بيا فعاليت ته زمينه برابره کړې او ډیر کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې.
د زیتونو د پروسس دا دولتي فابريکه شاوخوا ۳۳ کاله وړاندې د روسانو له خوا جوړه شوې وه؛ خو د وخت په تېرېدو يې اوس ډېر وسايل بيا ترميم ته اړتيا لري.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *