ننګرهار کې د داعش ډلې درې غړي نیول شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د امنیتي ځواکونو په ځانګرو عملیاتو کې د ننګرهار ولایت مرکز شپږمه ناحیه، پچير اګام او چپرهار ولسواليو مربوطاتو کې د داعش درې غړي د اوو پايو ايکم مخابرو سره نیول شوي دي.
د ننګرهار ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې: د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند فارم هډې سيمه کې يې د امير خان په نوم د داعش ډلې غړی د اوو پايو ايکم مخابرو سره يو ځای نيولی، چې هسکې مېنې ولسوالۍ ته يې د داعش ډلې يو قومندان ته ليږدولې.
د شمس الرحمن په نوم شپاړلس کلن هلک، چې د چپرهار ولسوالۍ تريلي سیمه کې نيول شوی وايي، چې شپږ مياشتي کيږي داعش وسله والو سره يو ځای شوی او د تخريبي کړنو په موخه يې روزنه ورکړې.
عزت الله، چې اصلي د کونړ ولايت دی د ننګرهار ولايت پچیر اګام ولسوالۍ تورې بوړې ته نږدې په داسې حال کې نيول شوی، چې غوښتل يې داعش وسله والې ډلې سره يو ځای شي.
نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې تر پوښتنو لاندې دي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *