ننګرهار کې د خرماوو بڼونو دودولو هڅې؛ په ۱۸۰ جریبه ځمکه کې د خرماوو لس زره نیالګي اېښودل کیږي

comments 0

400 Views

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې په دې ولایت کې د خرماو بڼونه او حاصلات کال تر بلې زياتيږي او یاد ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د خرماوو معیاري بڼونه جوړ کړي.
د دې هلو ځلو په دوام داځل د دې ولایت په ۱۸۰ جریبه ځمکه کې د خرماوو لس زره نیالګي اېښودل کیږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې ننګرهار د ډېرو مېوو لپاره خورا ښه او مناسب اقلیم لری، چې د خرماو ونې هم په کې ښه وده کړي.
ننګرهار کې د خرماوو لسګونه جريبه بڼونه جوړ شوي، چې ډېری يې د دې ولايت د ګوشتې او سرخ رود په ولسواليو کې دي.
د ننګر هار د کرنې ریاست وايي، چې په دې ولایت کې د خرماوو ۳۵۱ جريبه بڼونه جوړيږي، چي ۱۸۰ جريبه يې د وادي کرنیز شرکت له لوري جوړیږي.
که په دې ولايت د خرماو بڼونو جوړولو ته د خلکو لېوالتيا او د کرنې رياست هلې ځلې همداسې روانې وي لرې نه ده، چې ياد ولايت د خرماوو د تولید په برخه کې پرځان بسيا شي.
خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. په یوشمېر ولایتونو کې د کرنې وزارت لخوا په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړې شوي دي.
هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خرماووپالنې لپاره مناسب اقلیم لري.
ننګرهار په ټوله کې حاصل خیزه سیمه ده د نارنج له ونو تر زیتونو هغو په کې ښه پایله ورکړې که د خرماوو تجربه هم وشي د دې سیمې اقتصادي مټ ورسره لا غښتلی کیدای شي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments