ننګرهار کې د حکومت په ملاتړ د غونډو دوام

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې ولسونو د وسله وال پوځ قربانۍ وستايلې او دهر ډول همکارۍ ژمنه يې وکړه.
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په سره رود ولسوالۍ کې د نظام څخه د ملاتړ په غونډه کې د يادې ولسوالۍ ولسونو له شته نظام څخه ملاتړ څرګند کړ.
غونډې پرمهال د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات وویل، د سره رود ولسوالۍ ولسونو په هر ډول حالاتو کې د نظام ملاتړ کړي او د خپلو امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه يې د خاورې ساتنه کړې او کوي يې .
د سره رود ولسوالۍ د ملکانو شورا رئيس محمد انور اکرام ، عبدالاحد احمدزي او دانکشاپي شورا ريئس سيداحمد فاطمي او يو شمېر نورو ويناوالو دوسله وال پوځ دملاتړ ترڅنګ د دوي دهڅو ستاينه وکړه او ژمنه يې وکړه ،چې دتېر په څېر به خپل نظام تر شاه ولاړ وي .
قومي مشرانو وويل: د سره رود ولسوالۍ ولسونو د ټاکنو پر وخت ثابته کړې چې په هېواد کې ديوه قانوني نظام جوړښت غواړي او د دې ملاتړ په څرګندولو يې ښکاره کړه، چې له خپلو رايو ننګه کوي.
فرهاد شهراني

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *